د اروپایي ټولنې استازی: د حکومت د بڼې ټاکل د خلکو حق دی

لخوا Aamaj News

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د حکومتدارۍ په اړه د تېرې ورځې د خبرو په غبرګون کې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازي توماس نیکولاسن ویلي؛ چې د نوموړي له خبرو سره موافق دی، خو یوازې د افغانستان خلک کولی شي د خپل حکومت د بڼې په اړه پرېکړه وکړي.

نوموړي لیکلي: “پرېږدئ خلک پرېکړه وکړي او هېڅ حکومت یا حکومتي جوړښت نه باید د افغانستان پر خلکو وتپل شي.”

دا په داسې حال کې ده؛ چې امیرخان متقي د آنتالیا په ناسته کې ویلي و، چې له بهرني سبک سره حکومت نه باید د افغانستان پر خلکو وتپل شي.

د یادونې وړ ده؛ چې امیرخان متقي د کابل په استازولۍ د یو پلاوي په رهبرۍ د آنتالیا په ناسته کې ګډون کړی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ