د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی: داسې ښکاري چې طالبان د خلکو ږغ نه اوري

لخوا Aamaj News

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي، توماس نیکلاسون فرانسه خبري آژانس ته په مرکه کې ویلی، داسې ښکاري چې طالبان د خلکو خبرې نه اوري.

ښاغلي نیکلاسون تېره ورز په دغه مرکه کې وویل، هغه څه چې ښځې غواړي دا نه دی چي ورته امر وشي څه ډول جامې واغوندي؛ دوی خپلو کورنیو ته خواړه، پرانيستي ښوونځي، روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی او کاري فرصتونه غواړي.

هغه زیاته کړې چې د ښوونځیو د تړلو په اړه د طالبانو اقدام په دې اړه شکونه راپورته کړي چې د طالبانو ژمنې څومره د اعتبار وړ دي او څومره احتمال شته چې طالبان به یو باوري شریک وي.

نیکلاسون ټینګار کړی چې په هېواد کې د منځنیو ښوونځیو او د نجونو د لېسو تړل د نړیوالې ټولنې له خوا د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو کې لوی خنډ دی.

هغه ویلی تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د بندیز لرې کول به یو مهم بدلون وي چې که د نورو مدني آزادیو، د اقلیتونو او د ښځو د حقونو د تضمین ترڅنګ وي د طالبانو په نړیواله پېژندنه کې مرسته وکړي.

په ورته وخت کې نوموړی خبرداری ورکړ چې اروپايي ټولنه اوس په دې باور ده چې افغانستان لا هم پر شا روان دی.

د يادونې وړ ده، چې د اروپايي ټولنې ځانګړى استازى پنځه ورځې وړاندې کابل ته راغلى و او د طالبانو د حکومت له بېلابېلو چارواکو سره ليدلی او خبري کړی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ