د اروپایي پارلمان رئیسه: طالبانو افغانستان له یوې روانې ټولنې څخه په کړکېڅ وهلي هېواد بدل کړی

لخوا Aamaj News

د اروپا پارلمان رئیسې، روبرتا مترولا چې نن (سه شنبه د سلواغې۱۲مه) یې دافغانستان په اړه د یا هېواد د پارلمان دوه ورځنۍ ناسته کې خبرې کولې وویل؛ چې طالبانو افغانستان له یو روان او ځلېدلې ټولنې څخه په یو ناورین وهلي او د سقوط په حال کې هېواد باندې بدل کړی.

متزولا ویلي؛ د واک ته د طالبانو له رسېدو سره، په دې هېواد کې د بشري حقونو وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو لپاره کړکېچن شوی.

د اروپایي پارلمان رئیسې زیاته کړې؛ چې دې دوه ورځنۍ ناسته کې به د اروپا پارلمان د افغانستان ښځو له تجربو واوري او غوږ نیسي تر څو ستونزو ته یې لاسرسی وکړي.

نوموړې ټینګار وکړ؛ چې د طالبانو راګرځېدو، د افغانستان نجونو او ښځو لاسته راوړنې او د جنسیتي نابرابریو په وړاندې د دوی مبارزې له منځه وړې دي.

همداشان، روبرتا متزولا چې “افغان مېرمنو ورځې” د دوه ورځنۍ ناستې لومړۍ ویناواله وه، وویل چې اروپایي پارلمان د افغانستان ښځو د وضعیت څېړلو په لټه کې دی تر څو وتوانېږي له دوی سره مرسته وکړي.

د یادونې وړه ده، چې اروپا پارلمان دا ناسته نن پیل شوې او سبا به پای ته رسېږي.

په دې ناسته کې د افغانستان ښځو په استازولي سیما سمر، حبیبه سرابي، ظریفه غفاري، حوریه مصدق، شهرزاد اکبر، صحرا کریمی او آریانا سعید بلل شوې دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ