د اروپایي کمیسیون رییس: له اروپایي ټولنې سره د شمالي مقدونیې د یو ځای کېدو په اړه د فرانسې له وړاندیز ملاتړ کړو

لخوا Aamaj News

د اروپایي کمیسیون رییس اورزولا فن در لاین ژمن شوی تر څو د فرانسې له وړاندیز ملاتړ وکړي تر څو له اروپایي ټولنې سره د شمالي مقدونیې (بالکن یو له کوچنیو هېوادونو) د یو ځای کېدو د خبرو اترو لارې چارې برابرې کوي او د بلغارستان مخالفتونو ته لمنځه یوسي.

د اروپایي کمیسیون رییس اورزولا فن در لاین پنجشنبه د شمالي مقدونیې پارلمان کې په «مقدوني» ژبه وويل: «موږ تاسې په اروپایي ټولنه کې غواړو.»

فن در لاین د شمالي مقدونیې پارلمان ته وویل: دوه اړخیز مسایل، لکه تاریخي مسایل د یو ځای کېدو شرط نه دی. «شک نشته چې مقدوني ستاسې ژبه ده.»

نوموړي زیاته کړې: «د فرانسې وړاندیز هم همداشان ستاسې ملي هویت ته درناوی کوي» او زیاته کړې یې ده؛ د دې وخت را رسېدلی چې شمالي مقدونیه مخ په وړاندې حرکت وکړي.

د بلغارستان دولت ټینګار کړي چې شمالي مقدونیه دا موضوع باید په رسیمت وپېژني چې ژبه یې بلغاري ریښې لري؛ باید دې هېواد کې مېشت بلغاري اقلیت هم خپل اساسي قانون کې په رسمیت وپېژني او د بلغارستان په وړاندې د «کرکې اچوونکو خبرو» ویل هم منع کړي.

خو په وړاندې یې شمالي مقدونیه وایي چې د هېواد د خلکو د هویت او ژبې موضوع یې د بحث وړ نه ده.

د فرانسې د وړاندیز پر بنسټ، شمالي مقدونیه اساسي قانون باید په لومړیو کې خپله دا موضوع په رسمیت وپېژني چې بلغاریان د هېواد یو له اصلي قومونو څخه دي. خو شمالي مقدونیې د اروپایي ټولنې د رهبرانو د تېرې میاشتې په ناسته کې په څرګند ډول خبر ورکړ چې اوسني جوړښت کې د فرانسې وړاندیز «د نه منلو وړ» دی.

د یادونې وړ ده چې شمالي مقدونیه اووه لس کاله د اروپایي ټولنې د غړیتوب نومانده ده او په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې یې هم د یوځای کېدو د خبرو اترو شین چراغ ترلاسه کړ؛ که څه هم د خبرو اترو د پیل لپاره لا کومه نېټه نه ده ټاکل شوې.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ