د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سفیر، آندرس وان برنټ د یو ټویټ په خپرولو سره؛ د افغانستان وضعیت د ترنګلتیا په اړه د پرېکړې له پاره د اروپایي ټولنې د سفیرانو له ناستې خبر ورکړ.
د افغانستان له پاره د اروپایي ټولنې سفیر ویلي؛ چې یاده ناسته کې د افغانستان خلکو سره د ډاډه مرستې کولو په لارو چارو هم خبرې شوې دي.
یاده ناسته چې په مجازي توګه څارل کېده؛ د اروپایي ټولنې سربېره د ځینو نورو هېوادونړ استازو هم په کې ګډون درلود.
دې ورځو کې د افغانستان سیاسي وضعیت له ترینګلتیا اندېښنې ډېرې شوې دي.
بل پلو، هېواد کې پر ښځو د طالبانو نویو بندیزونه، له سختو ملي او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوي.