په افغانستان کې د اروپایي ټولنې دفتر نن (سه شنبه د کب ۱۷مه) د یو ټویټ په خپرولو سره وايي؛ چې د راپورونو پر بنسټ، که د کار بازار کې ښځې ګډون ونه لري؛ د افغانستان اقتصاد له ستونزو سره مخ کېږي.
دغه بنسټ څرګنده کړې؛ چې له یو اقتصادي ناورین سره د مخ کېدو په حال کې، ډېره اړینه ده چې ښځو ته د کار بازار ته د بېرته ګرځېدو اجازه ورکړل شي.
د اروپایي ټولنې دفتر زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۲ پورې د لید لوري راپور ښایي؛ هر وخت چې افغان ښځې ونه توانېږي د کار بازارونو کې ګډون وکړي، د کارکوونکو او د اقتصادي پراختیا شمېرې کمېږي.
دا خبرې په داسې خال کې کېږي؛ چې نن د مارچ له اتمې د ښځو د نړیوالې ورځې په توګه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې نمانځې ترسره کېږي.
دا په داسې حال کې ده؛ چې افغانستان کې د وروستیو او د طالبانو واک ته رسېدو وروسته، اوس په هېواد کې یو زیات شمېر ښځو خپل کارونه له لاسه ورکړي.