د اروپا پارلمان د افغانستان ښځو د وضعیت په اړه په بروکسل کې دوه ورځنۍ ناسته ترسره کوي.

لخوا Aamaj News

د اروپا پارلمان په یوه اعلامیه کې ویلي چې د روان میلادي کال په لومړۍ او دویمه نېټه، د “افغانستان ښځو ورځ” تر نوم لاندې یوه ناسته جوړوي.

يه یاده اعلامیه کې راغلي، یاده ناسته له افغانستان څخه د ښځو حقونو فعالانو، د اروپایي پارلمان استازو، د ملګرو ملتونو سازمان استازو او نورو نړیوالو بنسټونو په ګډون سره د افغانستان ښځو د وضعیت په اړه ترسره کېږي.

د یادې اعلاميې پر بنسټ، د یادې ناستې موخه په افغانستان کې د ښځو ستونزمن وضعیت څېړل دي.

په یاده ناسته کې به د اروپایي پارلمان رئیسه روبرتا متسولا، د ښځو چارو پخوانۍ وزیره او د افغانستان بشري حقونو کمیسیون رئیسه سیما سمر، د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمیسارۍ استازې آنجلینا جولي، د اروپایي ټولنې کمیسیون رئیسه اورسلا فون درلاین او د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیاله آمینه محمد وینا وکړي.

دا ناسته د اروپایي پارلمان مقر، بروکسل ښار کې ترسره کېږي او په یاده ناسته کې به د افغانستان سندرغاړې آریانا سعید هم سندره ووایي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې نړۍ د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې څو ځلې د ښځو خراب وضعیت څخه اندېښنه ښودلې او یاده ناسته به د افغانستان ټولنه کې د طالبانو له واک د وروسته د ښځو وضعیت په اړه د نړیوالې ټولنې او بشري حقونو سازمانونو اندېښنې وښایي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ