د اروپا پارلمان په افغانستان کې د ښځو ځپل جنسیتي اپارتاید وباله

لخوا Aamaj News

د اروپا پارلمان په افغانستان کې له بشري حقونو څخه د جدي سرغړونې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي چې د افغان ښځو او نجونو حقونو سلبول د «جنسي تبعیض» مصداق دی.

یاد پارلمان تېره ورځ (پنجشنبه) د افغانستان په اړه د یو نوي پرېکړه لیک په تصویب سره د نړۍ هیوادونو له اروپايي استازو وغوښتل چې د ښځو د حقونو د وضعیت تر ښه کېدو پورې دې له طالبانو سره هیڅ ډول تعامل نه کوي.

په دغه پرېکړه ليک کې ټينګار شوی چې له طالبانو سره تعامل بايد د زده کړې حق ته درناوى او ټولنيز ژوند ته د افغان مېرمنو پر راستنېدو مشروط وي.

د اروپا پارلمان په وینا، طالبان د نجونو د زده کړو پر وړاندې په داسې حال کې خنډ ګرځېدلي چې ژمنه یې کړې وه چې هېڅکله به دغه تبعیضي عمل ته مخه نکړي.

د يادولو ده چې په عام محضر کې دخلکو په درو وهلو په ګډون د طالبانو نوي کړنې، د نړيوالو چارواکو او سازمانونو له سختو نيوکو سره مخ شوي دي. دوی وايي هیله یې لرله چې دا ډله به د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره خپلو پخوانیو سیاستونو ته مخه نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالب چارواکو په وار وار ویلي چې د دوی په رسمیت پېژندلو او د بندیزونو له لېرې کېدو وروسته به په افغانستان کې «مثبت بدلونونه» رامنځته شي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ