د اروپایي ټولنې استازی: حکومت باید د افغانستان ښځو او نارینه د غوښتنې پر بنسټ جوړ شي

لخوا Aamaj News

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسون له کابل څخه له لیدنې وروسته وایي؛ چې حکومت باید د افغانستان خلکو د غوښتنې پر بنسټ وټاکل شي.

نوموړي په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي؛ چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې خلک د خپلې له څرګندولو څخه وېره لري.

د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي همداشان لیکلي؛ چې د بشر حقونو فعالینو اجباري ورکېدل، ځورونې او غچ اخېستونکي وژنو په اړه یې خپلې اندېښنې له طالب چارواکو سره شریکې کړې دي.

نېکلاسون زیاته کړې: “اقتصادي کړکېچ او نامالوم سیاسي وضعیت، په افغانستان کې د ناهیلي توب ته لمن وهلې”

د توماس نېکلاسون خبرې په داسې حال کې کېږي؛ چې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت سرپرست څه موده وړاندې ویلي وو، چې نه باید د بهرنیانو په سبک حکومت پر افغانانو تحمیل شي.

د امیرخان متقي دې خبرو ته د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي په غبرګون کې ویلي وو: “هېڅ حکومت او یا حکومتي جوړښت نه باید پر افغانانو تحمیل شي. پرېږدئ خلک، ښځې او نارینه خپله پرېکړه وکړي.”

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ