په افغانستان کې د قومي جګړې په اړه اندېښنه؛ عطیه مهربان: پښتانه جنګیالي په خپله خوښه له جنوب څخه شمال ته ځي

لخوا Aamaj News

په پنجشېر کي جګړه او دغه ولایت ته د سلګونو طالب جنګیالیو استول؛ په پنجشېر او اندراب کي له ملکي وګړو سره د ناوړه چلند د ویډیوګانو خپرېدل او د ماشومانو په ګډون د ملکي وګړو د وژني راپورونه سخت غبرګونونه راپارولي دي.

یو شمېر پېژندل شوي څېرې، د رسنیو فعالانو او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو په دې ولایت کي د طالبانو له خوا د ملکي وګړي په نښه کولو باندي نیوکه کړې ده. دوی طالبان «جنايتکاران» بللي او زياته کړې، چي طالبانو په پنجشېر کي له ماتي وروسته ملکي وګړي وژلي او يرغمل کړي دي.

په ولسي جرګه کي د خلکو پخواني استازی، مهدي راسخ د ولسي وګړو د وژنې په تړاو ویلی: «جنايت کاره طالبان په پنجشېر کي له کلکي ماتي وروسته د ملکي وګړو په وژني او یرغمل لاس پوري کړی.»

نوموړي په پنجشېر کې د بشري ناورين د رامنځته کېدو په اړه د خبرتيا په ورکولو سره په یو ټويټ کي ليکلي، چې د دغه ولايت اوسېدونکي د دغي ډلي د جنايتونو له وېرې غرونو ته تښتېدلي دي.

په دې اړه د موج تحول (د بدلون څپې) ګوند مشرې فوزیې کوفي ویلی:
«هغه څه چي په پنجشیر کی روان دي نه جهاد دی او نه د تیري پر وړاندې جګړه. بلکې، د ملکي خلکو پر وړاندي جنایتونه په ناپوهۍ، له ځانه پردي کېدل، تاوتریخوالي او د یوې ډلي د قانون څخه په تېښته کي ریښې لري، هغه ډله چي د خلکو او نړۍ دواړو سره په جګړه کي ده.»

له بلې خوا د ولسي جرګې پخوانی غړی، عارف رحماني په دې باور دی چي په پنجشیر کې د ملکي وګړو وژنه د طالبانو د نه نارینه توب او د انسانیت د بربادۍ  اوج ښکاره کوي.

هغه ټینګار وکړ چي طالبان باید دغه وژني ودروي او د خالد امیري په څېر زړورو جنګیالیو ته په مېړانه او سرلوړي په بدرګه ورشي.

له یوې خوا د ښځو د حقونو یوې فعالي، عطیه مهربان په یو ټویټ کی لیکلي: «د افغانستان په هر ځای کې یوازینۍ ډله چي له طالبانو سره جګړه کوي، تاجکان دي.»

هغې زياته کړې: «له جنوب او ختيځ څخه په کاسټر کاسټر پښتانه پخپله خوښه شمال ته د جګړې لپاره ځي. کوم تاجک د خپلو کورونو او د ازادۍ د دفاع لپاره د نورو مخه نيولې ده؟»

دا په داسي حال کي ده چي د افغانستان د تښتېدلي ولسمشر مرستیال امرالله صالح ویلي، چي د مقاومت جبهې پرېکړه کړې چې طالب بندیانو ته اجازه ورکړي چي د خپلو کورنیو له غړو سره یو ځل ټیلیفوني خبري وکړي.

که څه هم طالب وياند، ذبيح الله مجاهد ویلي چي په پنجشېر کې هیڅ جګړه نشته، خو د پنجشېر د والي وياند مني چي په تازه پېښه کې شپږ طالبان په دغه ولايت کې وژل شوي دي.

سره له دې چي طالبان په افغانستان کې هر ډول توکمیز چلند ردوي، خو داسې ښکاري چي دغه هېواد ورځ تر بلې د توکمیز تفرقې پر لور روان دی. کارپوهان اوسنی وضعیت خورا خطرناکه او قومي جګړه د هيواد د وېش پیلامه ګڼي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ