شمال ته د جنوب لخوا د طالبانو لښکر کشۍ په ځانګړې توګه په پنجشېر، اندراب او تخار کي او په اکثریت تاجیک مېشتو سیمو کې د ملکي وګړو شکنجه او وژلو سخت غبرګونونه راپارولي دي.
څېړونکي او د پوهنتون استاد عمر صدر په یو ټویټ کي لیکلي: «طالبان پښتانه دې ته هڅوي څو تاجیکان چي د طالبانو واکمني نه مني تر خپل سلطې لاندي راولي. طالبان په قصدي توګه تاجیک ملکيان وژني، چي دا یو جنګي جنایت دی.»
ښاغلی صدر زیاته کړې: «په تیرو وختونو کې ډیرو دا خبره رد کړې، خو افغانستان د توکمیزي جګړې نوي پړاو ته داخلیږي. ولي تاجیکان باید د طالبانو واکمني ومني؟»
د بشري حقونو مدافع فواد پویا هم د اوسني وضعیت په اړه غبرګون ښودلې او ویلی: «د پنجشېر جګړې دا څرګنده کړه چې طالبان پنجابیان بلل یو درواغ دی. له خوست، پکتیا، اروزګان، زابل، کندهار او هلمند څخه د طالبانو جنګیالي جذبول وښودله چې طالبان بهرني نه دي، د پښتنو د کلیوالي طبقې استازیتوب کوي. په شمال کې د جنوبي پښتنو وسله وال بریدونه به یوازي د افغانستان په نوم د یوه هیواد ژوند لنډ کړي.»
د پوهنتون استاد یعقوب یسنا هم په شمال کې د جګړې لپاره د سویلیانو د راټولېدو په اړه غبرګون ښودلې او ویلی يې دی: «ملا یعقوب وايي چې د مصلحت لپاره پر خوست او سویل د پاکستان برید له پامه غورځوي. خو هغه له خوست او جنوب څخه د تاجیک او فارسي ژبو د وژلو لپاره پښتانه راټولوي. له دې ډلي سره به د هیوادوالي راتلونکی څه ډول وي؟»
دا کلک غبرګونونه په داسي حال کي کیږي چي طالبانو سلګونه جنګیالي د افغانستان له سویل څخه شمال ته استولي دي او په هیواد کي د یوې توکمیزي جګړې د پیل اندېښنه یې زياته کړې.
9 تبصرې
brand name cialis online Treated sensitive cells showed S phase selective DNA damage, as detected by histone H2AX phosphorylation
2002; 360 187 95 priligy and viagra
buy cialis online canadian pharmacy Clean and disinfect surfaces and objects that may be contaminated with germs like the flu
buying generic cialis online safe And then possibly come off of it
Researchers looked at the type of painkillers, frequency, and duration of use and compared it to the frequency of hearing loss of research participants cialis otc
canadian pharmacy ezzz viagra site sildenafil citrate 100mg
viagra boys sildenafil cost viagra boys
is cialis safe cialis for sale cialis for bph insurance coverage
generic cialis canada tadalafil 20mg price purchase cialis online