د سوېل د ځوانانو له ډلي شمال ته په تېره بیا د پنجشېر، اندراب او تخار ته د طالبانو د لښکرکشي د غبرګونونو په دوام کي یو شمېر سیاسي فعالانو په دې اړه توند غبرګون ښودلی او دا یې د قومي جګړې پیل بللي.
فیضالله فیض منګل په یوه ټویټ کي لیکلي: «د پنجشېر جګړې ته د خوستي طالبانو تلل د جګړې د توکمیز کولو په معنی دي. پنجشیریان زموږ وروڼه دي، موږ نه غواړو چې د پنجشیریانو سره جګړه وشي.» ښاغلي منګل زیاته کړې: «دا د خوست د لوا مسوولیت نه دی چې په پنجشېر کي و جنګیږي. مهرباني وکړئ د پردو په خاطر افغانان مه وژنئ او د جګړې د اوږدولو لپاره پلمه مه جوړوئ.»
په همدې حال کې لیکوال اسد بودا په یوه ټویټ کی لیکلي: «په اندراب او پنجشیر کې د طالبانو لښکرکشي او چور او عام وژنه په ارزګان کې د ۱۹مې پېړۍ د وروستۍ لسیزي د وندالیزم یادونه کوي. که څه هم دا برید د ناکامۍ سره مخ دی، خو دا به دروند لګښت ولري. د حل لاره په نورو سیمو کي د مقاومت د ټکو ډېرول ده.»
سیاسي فعال لطیف بهشتي هم غبرګون ښودلی او ویلی دی: «که مو ولید چي پر پنجشېر او شمال باندي د برید لپاره داوطلبانه پوځ راټولیږي مه حیرانېږئ، دا لښکر کشۍ تاریخي ریښې لري. د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې، د آریانا الوتکو له کندهار څخه مزار ته آن عام خلک لېږدول، چي بخت نه و ورسره مل او اوس په دشت لیلي کي ټول شتون لري.»
دا غبرګونونه په داسي حال کي کيږي چې کارپوهان له جنوب څخه شمال ته د جنګیالیو استول د یوې قومي جګړې پیل او خطرناک بولي.