طالبان: له هېواد څخه بهر ته د یو لړ پوځي مهماتو له قاچاق څخه مخنیوی وشو

لخوا Aamaj News

باختر دولتي خبري آژانس راپور ورکړی؛ چې د طالبانو د استخباراتو د ځواکونو د مالوماتو پر بنسټ، نن یې یو شمېر وسلې اومهمات چې له هېواد څخه بهر ته قاچاق کېدل، په خوست ولایت کې نیولي.

د خپاره شوي راپور پر بنسټ؛ د لاسته راغلو وسلو ډولونه، ۲۵ میله ام ۱۶ وسلې، ۴ میله ام ۴ وسلې ۶ میله کلاشینکوف، ۱۷ تفنګچې، دوه د شپې دوربینونه او یو شمېر نور بېلابېل مهمات دي.

په یاد راپور کې نه دي ویل شوي چې وسلې کوم هېواد ته قاچاق کېدې.

دا په داسې حال کې ده؛ چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، څو ځلې ګاونډیو هېوادونو ته د طالبانو له لوري دزرهي موټرونو په ګډون د پوځي امکاناتو له قاچاق څخه یادونه شوي خو دوی دا خبرونه دروغ ګڼلي او رد کړي یې دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ