د انرژۍ نړیوال آژانس ویلي؛ چې د طبیعي مایع ګاز وړاندې کوونکو بازارونو محدو کېدو او د نفتو لویو تولیدکوونکو د وړاندې کولو د کمښت له امله، نړۍ د انرژۍ له لومړي ريښتیني کړکېچ سره مخ شوې ده.
د انرژۍ نړیوال آژانس مدیر فاتح بېرول دا خبرې تېره ورځ (سهشنبه) سنګاپور کې د نړیوالې انرژۍ د اونۍ په اړه جوړه شوې غونډه کې کړې دي.
نوموړي څرګنده کړې ده چې په اوکراین کې د جګړې له امله له روسیې څخه د تیلو د پېرلو د کمولو لپاره د حد له ټاکلو سره سره نړۍ لا هم د دغه هیواد تیلو ته اړتیا لري.
نوموړي زیاته کړې: «د اوکراین د کړکیچ په بهیر کې اروپا ته د مایع طبیعي ګاز «الانجي» د وارداتو وده او د دې تیلو لپاره د چینایانو غوښتنې د ښه والي احتمال به د بازار عرضه محدوده کړي؛ ځکه چې یوازې د 20 ملیارد متر مکعب نوي مایع طبیعي ګاز ظرفیت به راتلونکي کال بازار ته ننوځي.»
نوموړي د نفتو صادرونکو هېوادونو او د دوی د ملاتړو چې د«اوپک پلس» په نوم مشهور سازمان وروستۍ پرېکړه چې د تېلو ورځنی تولید دوه میلیون بېلرو ته کموي، یوه «خطرناکه» پرېکړه وبلله.
د بیرول په وینا ، دا پریکړه په ځانګړي توګه له دې امله خطرناکه ده، چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ډیری اقتصادونه د لوېدو په حال کې دي. او له بلې خوا به د طبعي ګازو او ډبرو سکرو په ګډون د انرژۍ سرچینو د بیو لوړېدل مصرف کوونکي تر اغېز لاندې راولي.
د یادونې وړ ده چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د نښتو له پیل او د مسکو په وړاندې د بندېزونو له وضع کېدو وروسته په نړیوالو بازارونو کې د ګاز او نفتو بیې په بې مخینې ډول زیاتې شوې دي.