د امریکا غږ انګلیسي برخې د افغانستان هغه دوه ډیپلوماټانو څخه په نقل چې نه غواړي نومونه یې وښودل شي؛ راپور ورکړی، چې امریکا کې د افغانستان سفارت حسابونه تړل شوي دو دا موضوع د یاد سفارت د کارکوونکو لپاره سرخوږی جوړ شوی.
په یاد راپور کې لیکل شوي؛ چې واشنګټن کې د افغانستان سفارت او د افغانستان دوه کنسولګریو بانکي حسابونه له یوې میاشتې راپدېخوا ځنډول شوي.
د یاد راپور پر بنسټ، په امریکا کې د کنشولګریو نوي پاسيورټونه پای ته رسېدلي؛ خو د هغه ویزو تمدید کول چې وخت یې پای تت رسېدلی دوام لري، او د سفارت کارکوونکي اړ دي تر څو د سفارت رسمي بانکي حسابونو د بندېدو له امله، پیسې خپلو شخصي حسابونو ته واچوي.
د افغانستان سفارت ډیپلوماټانو ویلي؛ چې د بانکي حسابونو تړل کېدو د معاشونو د ورکولو په ګډون د سفارت پیسو په لېږد باندې منفي اغېز کړی.
دا په داسې حال کې ده؛ چې د طالبانو په لاس د کابل له سقوط وروسته په امریکا کې د افغانستان شااوخوا ۹۰ ډيپلواټان پاتې شوي چې ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان دایمي استازولۍ کارکوومکۍ هم پکې شامل دي.