باختر دولتي خبري آژانس په سمنګان ولایت کې له سیمهییزو چارواکو په نقل قول سره راپور ورکړی؛ چې یاد ولایت کې د نامالومو وسلوالو لخوا د اُزبېکستان وارداتي برېښنا درې ستنو ته چاودنه ورکړل شوې.
یادې ستنو ته تېره شپه د سمنګان ولایت په خلم ولسوالۍ کې د نامالومو وسلوالو لخوا چاودنه ورکړل شوې.
د باختر په وینا؛ د برېښنا تخنیکي ټیم سیمې ته رسېدلی او د چاودېدلو ستنو پر جوړولو کار پیل شوی.