پاکستان افغان هلکانو او نجونو ته مجازي تعلیمي خدمات وړاندې کوی

لخوا Aamaj News

د پاکستان ولسمشر، عارف علوي پرون (دوشنبه، د زمري ۳مه) په یوه بیانیه کې ویلی چې له طالبانو سره د پاکستان د ستر مذهبي مشر، مفتي تقي عثمان د پرله پسې کتنو په پایله کې، دغه هېواد پلان لري چې افغان هلکانو او نجونو ته د انټرنیټ یا تلویزیون له لارې زده کړه ورکړي.

په اعلاميه کې دا هم راغلي: ”څرنګه چې په افغانستان کې سراسري انټرنیټ نشته، افغان زده کوونکو ته به لومړی د تلويزيون له لارې ښوونيز مطالب وړاندې کېږي.“

د پاکستان ولسمشر ټینګار کړی: ”د زده کړي امر د هر چا لپاره دی، نه د یو ځانګړی جنسیت لپاره، او اسلام د نارینه او ښځو تر منځ له تبعیض پرته د ټولو لپاره پر ښوونې او روزنې ټینګار کوي. د افغانستان د ځانګړو اقتصادي او ټولنيزو دودونو ته په پاملرني سره او د دغه هېواد د مشرتابه د ژمنې پر بنسټ کولی شو د ښوونې او روزنې لپاره ځانګړي ترتيبات وسنجوو.“

عارف علوي له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو د دروازو د تړل کېدو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره زیاته کړې، طالبانو باید د دې اندېښنې د حل لپاره له خپلو لومړیتوبونو سره سم ښځو ته د زده کړو د زمینې برابرولو لپاره له هرې ممکنې لارې اقدام وکړي.

نوموړي د طالبانو له سفير او نورو چارواکو سره په ليدنه کې يادونه کړې چې خلکو ته د زده کړي له جمتو کولو پرته د بشري سرچینو پراختيا ناشونې ده او زياته کړشې ده، چې پاکستان په افغانستان کې د مجازي تعليمي اسانتياوو په برابرولو سره دې هیواد کې سوله او سوکالي غواړي.

له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي له تړل کېدو څه باندې ۳۰۰ ورځو له تېرېدو سره، طالب چارواکي وايي چې د دغو ښوونځیو د بېرته پرانیستلو لپاره د خپل مشر ملا هبت الله پرېکړې ته په تمه دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ