د لوړو زدکړو وزارت: دولتي پوهنتونونه په تودو سیمو کې د سلواغې په ۱۳ مه او په سړو سیمو کې د کب په ۷ مه نېټه پیلېږي

لخوا Aamaj News

د لوړو زدکړو وزارت سرپرست عبدالباقي حقاني په هغه ویډیو کې چې لوړو زدکړو وزارت له لوري خپره شوې وایي؛ چې د دولتي پوهنتونو د پرانیستلو لپاره هڅې روانې دي.

د نوموړي په وینا؛ د لوړو زدکړو وزارت د مهاویش پر بنسټ، په تودو سیمو کې به دولتي پوهنتونونه د سلواغې په ۱۳ مه پیل او سمسټر به یې له درې اونیو درس وروسته تجدید او آزموینې به یې د ۱۴۰۱ کال د وري میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شي.

په همدې ډول سړو سیمو کې به دولتي پوهنتونونه د کب میاشتې په ۷ نېټه پیل او نوی سمسټر به یې له درې اونیو درس وروسته تجدید او آزموینې به یې د وري میاشتې په ۲۷ نېټه پیل شي.

عبدالباقي حقاني په دولتي پوهنتونونو کې د ښځینه زدکړیالانو د ګډون د شرایطو او څرګنوالی په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې دولتي پوهنتونونه د تېر حکومت له سقوط وروسته بند پاشي شوي و.

@aamajnews24

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ