د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله: طالبان دې د نجونو د زده‌کړو مخنیوی ژر تر ژره پای ته ورسوي

لخوا Aamaj News

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینه محمد یو ځل بیا په افغانستان کې د میلیونونه ښځو او نجونو پر مخ د زده‌کړو دروازو پر بیا پرانیستلو ټینګار وکړ او له طالبانو یې وغوښتل، چې ژر تر ژره د نجونو زده‌کړو مخنیوی پای ته ورسوي.

د زده‌کړو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان نړیوال صندوق په بېړنیو او کړکېچنو شرایطو کې د ملګرو ملتونو سازمان له مرستیالې په نقل یو پیغام کې ویلي، چې څه باندې ۵۰۰ ورځې کېږي، چې افغانستان کې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو له حق څخه «انکار» کړی دی.

آغلې محمد د دې په څرګندولو سره چې له زده‌کړو بې‌برخې نجونې یوازې نه دي، له نړیوالې ټولنې همداشان غوښتي، چې د افغانستان نجونو د حقونو او د زده‌کړو د اړتیاوو لپاره خپل یوالي ته دوام ورکړي.

نوموړې د ملګرو ملتونو له شریکانو او ملاتړ کوونکو غواړي، چې په بېړنیو او کړکېچنو شرایطو کې د زده‌کړو لپاره د ملګو ملتونو نړیوال صندوق څخه ملاتړ وکړي؛ تر څو ډاډ ترلاسه شي، چې په افغانستان او هېڅ بل ځای کې هېڅ نجلۍ شاته نه پاتې کېږي.

په افغانستان کې د طالبانو بیا واک ته رسېدو او دې هېواد کې د نجونو لوړو زده‌کړو منع کېدو وروسته، طالبان وايي، چې دا ممنوعیت دایمي نه دی؛ خو داسې برېښې چې په راتلونکي تعلیمي او تحصیلي کال کې هم د افغانستان نجونې له ښوونځي او پوهنتون بې‌برخې پاتې کېږي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ