ملاله یوسفزۍ: «د ښځو او زده‌کړو سره ضدیت» د طالبانو کلتور دی، نه د پښتنو

لخوا Aamaj News

ملاله یوسفزۍ د نوبل جایزې ګټونکې او د پاکستان د ښوونې او روزنې فعالې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې «د زده‌کړو او ښځو ضدیت» د طالبانو کلتور دی، نه د پښتنو.

یوسفزۍ نن (یک‌شنبه د فبروري ۵مه) د پاکستان ډان ورځپاڼې په یو مطلب کې لیلکي: «که سفیر اکرم او د نړۍ ګوټ ګوټ کې رهبران د افغانستان خلکو بشري حقونو ته ارزښت ورکوي، باید په یو غږ خبرې وکړي. دوی نه باید طالبانو ته د ښځو حقونو د ملاتړ په اړه هېڅ جوړجاړی وړاندې کړي.»

نوموړې د نړۍ له رهبرانو غوښتي، چې له طالبانو وغواړي تر څو د افغانستان پر ښځو او نجونو د زده‌کړو، کار او نور بندیزونه لرې کړي.

ملالې یوسفزۍ زیاته کړې، چې اکرم هڅه وکړه چې د طالبان «له ښځو سره غیر انساني ضدیت» تقصیر چې د افغانستان ښځې ورسره مخ دي، د پښتنو کلتور ته ولېږدوي؛ خو د نوموړې په وینا طالبان په یوازې ډول افغانستان کې د ښځو حقونو «فاجعه لرونکي نقض» پر اوږو لري.

ملالې په دې مطلب کې زیاته کړې: «زه ادعا نه کړم چې د پښتون ټولنه په بشپړ ډول عادلانه ده؛ خو دا باید هېره نه کړو، چې موږ مخ په وړانډې روان یو، حتي هغه مهال چې طالبان او نورې افراطي ډلې د شاته کولو هڅه ولري.»

آغلې یوسفزۍ پاکستان کې د نجونو د زده‌کړو برخه کې څو کلنو مبارزاتو ته په اشارې سره وایي: «پلار مې یو مغرور پښتون وو. نوموړي زه تل وهڅولم، تر هغې چې توانېږم زده‌کړم، راتلونکی مې خپله وټاکم او دا زما ټولنه نه وه چې زه یې ښوونځي ته له تګ را ګرځولم؛ دا پاکستاني طالبان وو چې د نجونو زده‌کړې یې منع کړې وې.»

د سولې نوبل جایزې ګټونکې د افغانستان لاریونوالو ښځو په ملاتړ کې وویل، چې د افغانستان خلکو د نجونو یو نسل روزلی دی، تر هغې چې خپل سلب شوي حقونه ترلاسه نه کړي، چُپ به پاتې نه شي.
د یادونې ده چې تېره اونۍ ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم وویل، چې له کار او زده‌کړو څخه مخنیوی د «پښتنو» له کلتور څخه دی. خو نوموړي د خپلو څرګندونو په اړه له منفي غبرګونونو وروسته بښنه وغوښته.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ