د زده‌کړو نړیواله ورځ؛ یونسکو: له زده‌کړو د نجونو منع کول ویجاړونکي دي

لخوا Aamaj News

د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) وایي، چې له زده‌کړو د نجونو منع کول ویجاوړونکي دي او ښوونه او روزنه کې چې تېر ۲۰ کومې لوې لاسته راوړنې ترلاسه شوې دي، له منځه وړي.

یونسکو نن (سه‌شنبه د سلواغې ۴مه) د زده‌کړو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې له زده‌کړو د نجونو بې برخې‌توب افغانستان په نړۍ کې په هغه یوازیني هېواد بدل کړی دی، چې ښځې او نجونې پکې زده‌کړو ته لاسرسی نه لري.

یاد سازمان ویلي، چې زده‌کړې د ټولو حق دی. یونسکو له طالبانو غوښتي چې د افغانستان نجونو ته اجازه ورکړي؛ تر څو زده‌کړې ترلاسه کړي.

طالبانو واک ته رسېدو وروسته، لومړیو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تر امرثاني بندې کړې. تازه دې ډلې په پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو کې هم د نجونو زده‌کړې وځنډولې.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ