د سوداګرۍ وزیر: د لومړنیو توکو د نرخونو لوړېدل ستونزه، نړیواله ستونزه ده

لخوا Aamaj News

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست، نورالدین عزیزي له باختر خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي، چې د لومړنیو توکو د نرخونو لوړېدلو ستونزه؛ نړیواله ستونزه ده او هېڅ احتکار هم پکې نه دی شوی.

د صنعت او سوداکرۍ وزارت سرپرست څرګنده کړې؛ چې دا مسئله د طالبانو له راتګ سره هېڅ اړیکه نه لري او دا یوه نړیواله ستونزه ده ځکه تېر مال د یو بېلر خام سوند موداو بیه ۴۰ ډالره وه او اوس څه باندې ۸۰ ډالرو ته رسېدلې. چې دا نه د طالبانو ستونزه ده او نه هم د سوداګرو.

نوموړي زیاته کړې چې د ډال بیې لوړېدل هم د بیو په لوړېدو کې مُهم رول لري.

عزیزي د یادو ستونزو د راکمولو لپاره د صنعت او سوداګرۍ وزارت د هڅو په اړه وویل چې د ایران او ترکمنستان له ټیمونو سره د خبرو اترو په حال کې دي او د یادو ناستو موخه د افغانستان لپاره «استثنایي بیو» دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت له رامړځته کېدو وروسته د لومړنیو توکو په ځانګوي ډول د سوند موادو بیې په بېساري ډول لوړې شوې دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ