پاکستان، ایران او چین د افغانستان له زلزله ځپلو سره د مرستې چمتووالی وښود

لخوا Aamaj News

د افغانستان درې ګاونډیان په دغه هېواد کې له زلزله ځپلو سره د مرستې د چمتووالي خبر ورکړ.

د پاکستان د پوځ ویاند، د ایراند بهرنیو چارو وزارت او چین د بهرنیو چارو وزارت په جلا جلا پیغامونو کې خبر ورکړی چې هېوادونه یې چمتو دي تر څو د افغانستان له زلزله ځپلو سره مرستې وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، وانګ ونبین نن په یوه خبري ناسته کې ویلي: «افغانستان یو ګاونډی او دوست هیواد دی. موږ د افغانستان اړتیاوو سره سم بشردوستانه بېړنیو مرستو ترسره کولو ته چمتو یو.»

په همدې حال کې د پاکستان پوځ په یوه بیانیه کې د دې پېښي له قربانیانو سره د خواخوږي په ښودلو سره ویلي چې د پاکستان پوځ د افغانستان له خلکو سره هر ډول ممکنو بشر دوستانه مرستو ترسره کولو ته چمتو دی.

بل پلو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلی چې د دې هېواد دولت د افغانستان په سویل ختیځ کې د زلزلې غمجنې پېښې له کبله چې د ګڼ شمېر خلکو د وژلو او ژوبل کېدو لامل شوه؛ خواشینی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده زیاته کړې؛ چې ایران د افغانستان له زلزله ځپلو سره هر ډول مرستې ته چمتو دی.

یوې زورورې زلزلې چهار شنبه (چنګاښ لومړۍ) سهار مهال د افغانستان او پاکستان ځيني برخې ولړزولې.

د یادې زلزلې په پایله کې په خوست او پکتیکا ولایتونو کې تر اوسه ١٠٠٠ کسان خپل ژوند له لاسه ورکړی او تر ١٥٠٠ زیات ژوبل شوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ