سور صلیب: ده وروستۍ زلزله کې ۲۰۰زره کسان اغېزمن شوي چې ۴۰ سلنه یې ماشومان دي

لخوا Aamaj News

د سور صلیب فدراسیون خبر ورکړی چې وروستۍ زلزله کې ۲۰۰زره کسان اغېزمن شوي او ۴۰ سلنه یې ماشومان دي.

د سره صلیب نړیوال فدراسیون نن (دوشنبه د چنګاښ ۶مه) ویلي؛ چې د تازه شمېرو له مخې، څه کم ۶۰ کورنۍ د ۲۰۰ زره کسانو په ګډون د د یادې زلزلې تر اغېز لاندې راغلي.

یاد فدراسیون له دې چې په زیانمونو ولایتونو کې د دوامداره باران اورښت د موندلو او ژغورنې هڅې له ستونزو سره مخ کړې دي او له طبیعي پېښو وروسته خطرونه لکه د ځمکې ښویېدنه او سیلابونه زیاتوي؛ اندېښنه ښودلې ده.

د سور صلیب نړیوال فدراسیون زیاته کړې: «دا ناورین له هغه بشردوستانه ستونزو سره مهاله دی چې افغانستان ورسره مخ دی، هغه ځای چې د افغانستان ۵۰ سلنه وګړي د ناورینونو د یو جوړښت له امله بشردوستانه مرستو ته اړیتا لري.»

دا په داسې حال حال کې ده؛ چې د پکتیکا او خوست کې د یوې خطرناکې زلزلې له امله ۲ زره کورونه ویجاړ شوي او د شمېرو پر بنسټ ۱۱۵۰ کسانو په کې ژوند له لاسه ورکړی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ