نړیوالو رسنیو خبر ورکړی، چې تېره شپه د ریښتر په کچه ۶،۸ درجې یوې زلزلې د مراکش مرکز ولړزاوه. د دغه هېواد د حکومت د لومړنیو شمېرو له مخې، د دغې پېښې په پایله کې شاوخوا ۳۰۰ کسان وژل شوی دی.
د امریکا د جیولوژیکي سروې د معلوماتو له مخې د دغې زلزلې مرکز د «مراکش» ښار په ۷۱ کیلومترۍ کې د جنوب لوېدیځ په ۱۸،۵ کیلومترۍ کې ژوروالی و.
د دغو راپورونو له مخې د رباط، کازابلانکا او اسائویرا په ساحلي ښارونو کې هم د زلزلې زورورې ټکانونه احساس شوي دي.
د مراکش چارواکو د دغې خونړۍ زلزلې په اړه په خپل لومړني راپور کې ویلي، چې له پېښې وروسته تر سهاره پورې ۲۹۶ تنه وژل شوي او ۱۵۳ نور ټپیان شوي دي. خو اټکل کیږي چې د مړو شمیر به زیات شي.
1 تبصره
For the reason that the admin of this site is working no uncertainty very quickly it will be renowned due to its quality contents.