د سل میلیونه ډالرو په ارزښت د افغانستان قاچاق شوی نشه یي توکو غوټه په هند کي ونیول شوه

لخوا Aamaj News

د هند د امرتسر ښار پوليس وايي چي ۱۰۲ کیلو ګرامه هېرويين چي د پاکستان له لاري دې هیواد دننه شوي ول نیولی دي.

د هندي چارواکو په وینا، د نړۍ په بازارونو کې د دغو قاچاقي نشه يي توکو ارزښت نږدې سل میلیونه ډالرو ته رسېږي.

د هند پولیسو وویل چې مخدره مواد د وارد شوي توکو په ډله کې وو، چې د څېړني او «سکین کولو» وروسته کشف شوي. دوی زیاته کړه: «څرنګه چې دا مواد څنګه وارد شوي تحقیقات کیږي، موږ دا مهال د واردونکي شرکت په اړه څه نه شو ویلای.»

دا د طالبانو د واکمنۍ له اتو میاشتو وروسته دا لومړی ځل دی چي د سل ميليونو ډالرو په ارزښت نشه یي توکي له افغانستان څخه  هند ته رسيږي. طالبانو د تریاکو پر کښت بندیز لګولی دی. خو کارپوهان وايي چې دغه حکم نه یوازې مرسته نه ده کړې، بلکې په افغانستان کې یې د نشه يي توکو بیې هم لوړې کړې دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ