عبدالرشید دوستم قیصاري د ملي جنبش ګوند څخه ووېستلو

لخوا Aamaj News

د افغانستان ملي جنبش ګوند رهبر عبدالرشید دوستم له طالبانو څخه د ولسي پاڅون کوونکو د پخواني قومندان نظام الدین قیصاري د ملاتړ اعلان ته غبرګون وښود.

په هغه خبرپانه کې چې تېره ورځ (دوشنبه) ملي جنبش ګوند لخوا خپره شوې راغلي چې قیصاري له طالبانو سره د یو ځای کېدو له امله له دې ګوند ویستل شوی.

په دې خبرپاڼه کې له دوستم څخه په نقل قول لیکل شوي: «ملي جنبش ګوند خبر ورکوي چې ورته کسان د ګوند له غړيتوب وېستل کېږي او نور له ګوند سره کوم تړاو نه لري. دوی حق نه لري چې د ګوند او په ځانګړي ډول ترک‌تبارانو له نوم استازولي وکړي.»

نوموړي په دوام کې زیاته کړې: «په دې شرایطو کې ګوندونو ته منسوب یوه کوچنۍ ډله خلک د څو لسیزو مبارزې ته په شا کولو، د شهیدانو آرمانونو، د ګوند اصولو او سیاستونو څخه په سرغړونې او د خپلو حقیرو ګټو لپاره د طالبانو نامشروع واکمنۍ څنګ ته تللي چې دا دوی زموږ د خلکو په وړاندې د طالبانو د جرمونو په شریکانو بدلوي.»

دوستم یو ځل بیا د طالبانو لخوا د واک انحصار محکوم کړی او ویلي یې دي چې د طالبانو حکومت له ملي او نړیوال مشروعیت څخه بې برخې دی.

د یادونې وړ ده؛ چې نظام الدین قیصاري د عبدالرشید دوستم له کلیدي قومندانانو څخه وو چې د جمهوریت له پرځېدو وروسته له دوستم سره خپله لاره بېله کړه او روانه اونۍ کې د طالبانو د بلنې کمیسیون لخوا کابل ته راستون شو.

اړوند لیکنې

2 تبصرې

Blonde Free Live Webcams with Girls September 21, 2023 - 7:23 pm

Finden Sie den Stream Ihrer Wahl und genie?en Sie die Show https://cupidocam.com/content/tags/milf. Webcam-Girl-Modelle und kostenlose Shows durchsuchen

ځواب
Antenne Bayern - Lovesongs November 5, 2023 - 12:53 pm

As I website owner I believe the content material here is really good appreciate it for your efforts.

ځواب

یو نظر پریږدئ