دوحې د وال سټریټ ژورنال لیکنې «د طالبانو لخوا د افغانستان فتحه کې د قطر مرکزي رول» په اړه غبرګون وښود

لخوا Aamaj News

قطر په واشنګټن کې د خپل سفارت له لارې د امریکا وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د هغې مقالې په اړه غبرګون وښود چې سرلیک یې «قطر د افغان کډوالو منندوی دی» دی او د دې رسنۍ ادعا چې «قطر د طالبانو لخوا د افغانستان په فتحه کې کلیدي رول لوبولی و» رد کړې.

د قطر حکومت په ۲۰۲۰ کال کې د طالبانو او د امریکا د استازو ترمنځ د خبرو کوربه توب ته په اشارې سره ویلي چې هېواد یې تل د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار کړی او دا خبرې د «دوحې هوکړې» په لاسلیک سره پای ته ورسېدې، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش یې ټاکلی وو.

د قطر حکومت ویلي، که د افغانستان پخوانی ولسمشر اشرف غني نه وی تښتېدلی، خبرې به روانې وې.

د قطر حکومت زیاته کړې، چې هېواد یې له نړیوالې ټولنې او امریکا سره د افغانستان په اړه د خبرو اترو آسانتیا ته دوام ورکړی، ځکه د دې هېواد چارواکي په دې باور دي، چې د افغانستان ګوښه کول به په یاد هېواد کې د خرابېدونکي بشري وضعیت له هواري سره مرسته ونه کړي.

دوحې څرګنده کړې چې له طالبانو سره د قطر د خبرو اترو یوه موخه ده او هغه د افغانانو د ژوند ښه کول دي. په دې غبرګون کې یو ځل بیا ټینګار شوی چې که یاد هېواد دا احساس کړي چې له طالبانو سره خبرې اترې نور د افغانانو په ګټه نه دي، له خپل منځګړیتوب به لاس واخلي.

دوحې ادعا کړې، چې ټولې کړنې د امریکا له متحدو ایالتونو سره په همغږۍ ترسره شوې او یاد هېواد په وار وار په افغانستان کې د ملکي وګړو پر وړاندې تاوتریخوالی او له مدني حقونو د سرغړونې ټولې پېښې غندلې دي.

د قطر حکومت زیاته کړې، چې د یاد هېواد له لارې شاوخوا ۸۰ زره کسان له افغانستان څخه ایستل شوي، چې ډېری یې ملکي وګړي، ښځې او خبریالان دي.

اړوند لیکنې

1 تبصره

Continue Reading April 10, 2024 - 9:44 pm

… [Trackback]

[…] Find More Information here to that Topic: aamajnews24.com/ps/doha-7/ […]

ځواب

یو نظر پریږدئ