د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی له طالبانو سره د خبرو له امله دوحې ته ځي

لخوا Aamaj News

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ ویلي چې راتلونکې اونۍ به امریکا په قطر کې له طالبانو سره خپلې خبرې اترې بیا پیل کړي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ند پرایس ویلي چې متحده ایلات به د دهشت افګنۍ په وړاندې د مبارزې سربېره؛ د افغانستان بشري ناورین اړوند مسایلو باندې هم بحث وکړي.

د فرانس پرس خبري آژانس د متحده ایالاتو یاد چاروکي څخه په نقل قول راپور ورکړی چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی توماس وست به په یاد دوه اونیز سفر کې د امریکا هیئت رهبري کړي. د نوموړي په وینا؛ په یادو دوه اونیزو خبرو اترو کې به د داعش او القاعدې ډلې په وړاندې پر مبارزه، بشري مرستو، د افغانستان له منځه تللي اقتصاد، د امریکایانو او هغه افغانانو چې تېر شل کاله یې له دوی سره دنده ترسره کړې خوندي بهر کېدلو باندې بحث وشي.

دا په داسې حال کې ده چې وسټ؛ دوه اونۍ وړاندې د پاکستان «توریکا پلیس» غونډې په څنډه کې له طالبانو سره لیدلي و، خو څو ورځې وړاندې یې یوځل بیا د طالبانو په وړاندې د امریکا متحده ایالاتو دريځ اعلان کړ. چې طاربان باید د ترورستي ډلو په وړاندې مبارزه وکړي، ټول شموله حکومت جوړ کړي، د اقلیتونو، ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي او ټولو ته د کار او زدکړو لارې چارې برابرې کړي.

اوسمهال په کابل کې د امریکا سفارت قطر ته لېږ ول شوی او یاد سفارت له قطر څخه د افغانستان حالت تر نظر لاندې لري.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ