د اوکراین کړکېچ؛ د بهرنیو چارو وزیر: د پوتین وروستۍ موخه د اوکراین نابودي ده

لخوا Aamaj News

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیتری کولبا له “سي‌ان‌ان” سره مرکه کې ویلي؛ چې د ولسمشر پوتین وروستۍ موخه د اوکراین نابودي ده.

کولبا وویل: “پوتین یوازې د اوکراین د یوې برخې او یا هم د ټول هېواد د کنټرول مینوال نه دی. نوموړی د اوکراین دولت د انهدام فکر په سرکې روزي.”

د دې سربېره سه شنبه ورځ د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر د امریکا بهرنیو چارو وزارت کې وویل چې اوکراین دوه پروګرامونه لري، لومړی له هر سیاسي توکي په ګټې اخیستنې شخړو جوړولو څخه د روسیې لاس په سر کول. که دا پروګرام ناکام شو، دویم پروګرام د دې هېواد هر ښار او غره کې د لوېشت خاورې لپاره جګړه ده.

په داسې حال کې چې سه شنبې ورځ امریکا متحده ایالاتو، انګلستان او کاناډا پر روسیه د سختو بندیزونو له وضع کولو خبر ورکړ، کولبا زیاته کړې؛ تر هغې چې روسیه د اوکراین له خاورې خپل سرتېري بهر نه کړي، هېڅ بندیز بسیا نه دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ