د ستانکزي خبرو ته غبرګونونه؛ «په زړونو حکومت وکړو، په سرونو ناشونې ده»

لخوا Aamaj News

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د معینیت له څوکۍ د څو میاشتو لرې پاتې کېدو او انزوا وروسته؛ شېر محمد عباس ستانکزی له متحده عربي اماراتو څخه کابل ته راستون شو او تېره ورځ یې داسې خبرې پر ژبه راوړې چې ډېر غبرګونونه یې راوپارول.

یو شمېر وایي چې ساتنکزي هغه خبرې وکړې، چې طالبانو یې په اړه تېرو نه میاشتو کې خلکو ته دروغ ویلي وو.

د طالبان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال چې له امیر خان متقي سره د مخالفت له امله خپلې دندې ته نه دی حاضر شوی، تېره ورځ یې د افغانستان شته وضعیت څخه په ښکاره ډول نیوکه وکړه.

ستانکزي زیاته کړې: «که غواړو چې حکومت وکړو، باید د خلکو پر زړونو واکمن شو، ځکه پر سرونو حاکمیت ناشونی دی.»

شېرمحمد عباس ستانکزي نجونو ته د زده کړو اجازې نه ورکولو په اړه د طالبانو له سیاست څخه په نیوکې سره وویل؛ چې د شریعت پر بنسټ باید د نجونو یاد اسلامي او انساني حق ته درناوی وشي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین د نورو طالب رهبرانو په خلاف پر شته اقتصادي وضعیت هم نیوکه وکړه او زیاته یې کړه؛ چې ګاونډیو هېوادونو ته د افغانستان اوسېدونکو تګ د هېواد اقتصادي وضعیت نامناسب توب یوه بېلګه ده.

نوموړي همداشان په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ نه ترلاسه کولو او د طالبانو حکومت لخوا د اسلامي هېوادونو ناستې باندې هم غبرګون وښود.

د شېرمحمد عباس ستانکزي خبرې د طالبانو او یو شمېر هېوادوالو له پراخ ملاتړ سره مخ شوې دي. یو شمېر هم دا د طالبانو یوې پېژندل شوې څېرې لخوا د افغانستان شته وضعیت د درک ښکاره نښه بولي.

خو خبریال سیمع الله یوسفزي په غبرګون کې لیکلي: «آفرین پر ستانکزي چې خپل شخصي نظر یې وړاندې کړ، خو دا نړۍ سره د طالبانو د تعامل او د ښځو په وړاندې د موقف د بدلون په مانا نه دي.»

په ورته وخت کې د غني په حکومت کې د امنیت شورا د استراتژیکو اړیکو مسوول کبیر حقمل لیکلي: «عباس ستانکزی د افغانستان بد څېره او سپین سترګی دوښمن دی.»

حقمل زیاته کړې: «ستانکزي تر ټولو لومړی د افغانستان امنیتي ځواکونو د له منځه تګ طرحه وړاندې کړه او د نوموړي چل ورکوونکې خبرې هېڅ ګټه نه لري.»

د ستانکزي یادو خبرو په داسې حال کې غبرګونونه راپارولي؛ چې د طالبانو نه میاشتې حکومتوالۍ وروسته د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شوی، هېڅ هېواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي، نجونې ښوونځي ته د تګ اجازه نه لري او د افغانستان شته جګړې هم توکمیز رنګ خپل کړی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ