د اکونومست مالوماتو برخې د ولسواکه او ناولسواکه هېوادونو په خپل نوي نوملړ کې راپور ورکړی، چې د طالبانو چټک شتون او په تېر اوړي کې د متحده ایالاتو له ګډوډیو ډک وتلو د دې لامل شول چې افغانستان د نړۍ ناولسواکه هېواد باندې بدلون وکړي.
په دې راپور کې ویل شوي؛ چې د ولسواکۍ کلنۍ څانګو پر بنسټ، افغانستان د طالبانو تر واک لاندې په رسمي توګه د نړۍ ناولسواکه هېواد په توګه اعلان شوی او له هغې وروسته میانمار او شمالي کوریا ځای نیولی.
دا په داسې حال کې ده؛ چې د نړۍ تر ټولو ولسواکه هېوادونو “متحده ایالاتو او بریتانیا” هم په دې نوملړ کې خپل ځای له لاسه ورکړی او سقوط یې کړی. ځکه دوی د افغانستان په وړاندې په خپلو سیاستونو کې ناکام بلل شوي.
د شمالي اروپا هېوادونو د جدول لومړي ځاینونه نیولي. ناروې، فنلنډ، سویډن او آیسلنډ د لومړیو پینځو ځاینو څخه څلور نیولي.
دا څانګه هر کال د ۱۶۷ هېوادونو د ولسواکۍ وضعیت د ټاکنو ته رسېدو پړاو، ډېرښت، د دولت کړنو، سیاسي ګډون، سیاسي کلتور، ولسواکۍ او مدني آزادیو له اړخه نوملړ کوي.
د یاد راپور له مخې؛ د ټاکنو نشتو، د د ښاریانو د حقونو بندیزونه، له سیاسي ګډون څخه د ښځو کوښه کېدل او د جنسیتي تفکیک اجرا هغه لاملونه دې چې افغانستان وروستی ځای ترلاسه کړی.
د اکونومېسټ مالوماتو څانګې زیاته کړې؛ یوازې د نړۍ ۶،۴ سلنه جمعیت له یوې بشپړې ولسواکۍ برخمن دي، په داسې حال کې چې له دریو یوه برخې څخه ډېر د استبداد بشپړ حاکمیت لاندې ژوند کړي.
2 تبصرې
There is definately a lot to find out about this subject. I like all the points you made
… [Trackback]
[…] Find More Info here to that Topic: aamajnews24.com/ps/democracy-3/ […]