د ملي مقاومت شورا: افغانستان د پولې هاخوا ترهګرو په مرکز بدل شوی دی

لخوا Aamaj News

د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې له خوا د القاعدې د مشر د وژل کېدو په غبرګون کې وايي چې افغانستان د پولې هاخوا ترهګرو په مرکز بدل شوی دی.

یاده شورا په یوه اعلامیه کې پر طالبانو د لا زیاتو بندیزونو غوښتنه کړې ده.

د ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا په دغه اعلامیه کې ویلي دي چې د القاعدې د مشر وژل کیدل له ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو ژورتیا یو ځل بیا څرګنده کړه.

دغې شورا زیاته کړې چې په کابل کې د القاعدې د مشر وژل کېدل دا حقیقت په ډاګه کړ چې طالبانو د افغانستان له نیولو وروسته دغه هېواد د القاعدې او نورو ترهګرو ډلو په امن پټنځای بدل کړی دی.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا ټینګار کړی، مخکې له دې چې ډېر ناوخته شي او فرصتونه له لاسه ووځي، نړیواله ټولنه باید پر طالبانو لا زیات بندیزونه ولګوي څو دغه ډله د افغانانو غوښتنو ته غاړه کښېږدي.

ایمن الظواهري دوې ورځې وړاندې په کابل کې په یوه کور کې چې ویل کېږي د سراج الدین حقاني د یوه مرستیال سره تړاو لري، د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

اړوند لیکنې

3 تبصرې

AbeneReap February 20, 2023 - 6:18 pm

Therefore, we conclude that the abnormalities which we have observed are due to the long term estrogenic effects of these drugs is generic cialis available

ځواب
Menuase March 6, 2023 - 10:34 pm

cialis online without prescription When testing for more than three or four mutations simultaneously, methods capable of highly multiplexed reactions are used

ځواب
joupspooW March 8, 2023 - 3:07 pm

These cell lines were maintained in DMEM supplemented with 10 FBS, 1 mg mL blasticidin, 400 Ојg mL Geneticin, and 50 Ојg mL of Hygromycin Thermo Fisher Scientific legit cialis online Toremifene is the only other SERM approved by the FDA for breast cancer treatment

ځواب

یو نظر پریږدئ