د بشر حقونو د څار بنسټ: تېرو دوه میاشتو کې د لوږې او خوار ځواکۍ له امله افغانستان کې ۱۳ زره ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی

لخوا Aamaj News

په افغانستان کې له بشري ناورین څخه د اندېښنو په ډېرېدو سره؛ په ورته وخت کې د بشر حقونو د څار بنسټ راپور ورکړی چې د روان میلادي کال له پیل څخه تر اوسه په افغانستان کې ۱۳ زره ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی.

د بشر حقونو د څار بنسټ د اړیکو مسوولې برګېټ شاوارز په خپله ټویټر پاڼه لیکلي؛ چې دې ماشومانو د خوارځواکۍ او د لوږې اړوند نورو ناروغیو له امله ژوند له لاسه ورکړی.

شاوراز زیاته کړې؛ چې افغانستان فعاله مرکزي بانک ته اړتیا لري او دې هېواد سره اوسنۍ مرستې بسنه نه کړي.

په راپور کې د بې پولې سازمان یو روغتیاپال څخه په نقل قول راغلي: «هغه کسان چې د ځانګړو مراقبتونو لپاره منو، نیم یې په خوارځواکۍ اخته دي.»

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو له ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق په خپل نوي راپور کې؛ افغانستان کې له وخت وړاندې زېږون له ډېرېدو اندېښنه ښودلې وه.

د دې سربېره د بشر حقونو د څار بنسټ راپور ورکړی؛ چې د افغانستان ۹۵ سلنه وګړي بسیا اندازه خواړه نه لري او ۳،۵ میلیونه ماشومان هم د تغذیې ملاتړ ته اړتیا لري.

دغه سازمان ټینګار کړی؛ چې د افغانستان خلک اړتیا لري تر څو خوړو ته د لاسرسي حق سربېره خپلو ټولونو حقونو ته لاسرسی ولري.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ