په تېره یوه اونۍ کې؛ ۵۷ کسان د جنایي جرمونو له امله په کابل کې نیول شوي

لخوا Aamaj News

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي د یوې ویډیو په خپرولو سره وایي چې تېره یوه اونۍ کې ۵۷ کسان د قتل، انسان تښتونې، غلا او اخلاقي فساد له امله د کابل له بېلابېلو سیمو نیولي.

خوستي زیاتوي چې د نیول شویو کسانو دوسیې عدلي او قضایي بنسټونو ته سپارل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت له رامنځته کېدو وروسته، خلک په کابل او نورو ولایتونو کې د جنایي جرمونو د ګراف له پورته کېدو څخه شکایت کوي او طالبان د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکوي.

اړوند لیکنې

1 تبصره

Fast Track Racing November 11, 2023 - 11:06 am

I appreciate you sharing this blog post. Thanks Again. Cool.

ځواب

یو نظر پریږدئ