امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې ورجینیا کې یو پلورنځي ته د ننوتو پر مهال درې کسان د یو کس د وژلو په تور نیول شوي.
پولیسو د یادې پیښې د قرباني نوم خالد ناصري د ورجینیا اوسېدونکی ښودلی.
درې تورن کسان نورزاد ناصري، همایون ناصري او جهادالله ناصري ښودل شوي. دوی له یک شنبې ورځې را په دې خوا له ضمانت پرته د هنریکو د مشر په دفتر کې ساتل کېږي.
دا په داسې حال کې ده؛ چې یو شمېر افغاني الاصله امریکایان؛ امریکا ته د نویو مهاجرینو له راتګ د جنایي جرمونو له ډېرښت اندېښنه لري.