د کرکټ بورډ اجرایي رییس نصیب خان ځدران د هغې هوکړه لیک له لاسلیک کولو څخه خبر ورکړی چې له مخې به یې د کرکټ ملي لوبډله له متحده عربي اماراتو څخه د تمریني او کورني کرکټ د سیالیو د اډې په توګه ګټه اخلي.
یادې ادارې نن (یکشنبه د لېندۍ په ۶مه) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغانستان کولی شي خپلې کورنۍ لوبې تر «پینځو کالونو» پورې د متحده عربي اماراتو په نړیوالو لوبغاړو کې کوربهتوب وکړي.
د طالبانو تر ادارې لاندې د کرکټ بورډ مسوولینو د یاد هوکړه لیک له لاسلیک څخه په هرکلي زیاته کړې ده، چې افغانستان سره د متحده عربي اماراتو دا لوجستیکي مرسته «لویه لاسته راوړنه» ده.
د دې هوکړه لیک پر بنسټ ښايي افغانستان هر کال یو لړ ۲۰ اوریزې لوبې د متحده عربي اماراتو له لوبډلې سره ترسره کړي. بل پلو د متحده اماراتو د کرکټ بورډ رییس مبشر ټينګار کړی دی چې د افغانستان د هیئت لپاره د ویزې ترلاسه کولو په ګډون یو لړ اداري آسانتیاوې رامنځته کړي.
عثماني زیاته کړې ده، چې د دواړو هېوادونو د کرکت لوبډلو ترمنځ د لوبو ترسره کولو به د متحده عربي اماراتو کرکټ لوبډلې له پراختیا سره مرسته وکړي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان کرکټ بورد له دې وړاندې ورته هوکړه لیکونه له پاکستان او هند سره هم درلودل.
1 تبصره
… [Trackback]
[…] Find More to that Topic: aamajnews24.com/ps/criket-8/ […]