د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې، د بنګلادیش کرېکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه

لخوا Aamaj News

د هېواد کرېکټ ملي لوبډلې د بنګلادیش لوبډلې په وړاندې د کرېکټ نړیوالې شورا په چوکاټ کې د نړیوالو یو ورځنیو لوبو ورستۍ لوبه کې بریا خپله کړه.

د افغانستان او بنګلادیش ترمنځ دغه سیالۍ نن دوشنبه د کب ۹مه په دې هېواد کې ترسره شوه.

د بنګلادیش لوبغاړو لومړی لوبه پیل کړه او افغانستان وکولی شول چې د ۱۹۳ منډو ورکړل شوی هدف ته په آسانۍ سره ځان ورسوي او له بنګلادیش څخه بریا خپله کړي.

افغانستان د بنګلادیش په ماتولو سره نړیوال جام ته تګ قطعي کړ.

دا په داسې حال کې ده؛ چې د هېواد کرېکټ ملي لوبډلې د بنګلادیش په وړاندې خپلو لومړیو دوه لوبو کې ماتې خوړلې وه.

اړوند لیکنې

1 تبصره

บอลยูโร 2024 April 18, 2024 - 12:41 pm

… [Trackback]

[…] Find More on that Topic: aamajnews24.com/ps/cricket-afg-2/ […]

ځواب

یو نظر پریږدئ