د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي آنتونیو ګوترش کابل کې د کرکټ پر لوبغالي د جمعې ورځې د چاودنې تر غندلو ترڅنګ ویلي چې پر ملکي وګړو برید او د دوی بریدونه د نړیوالو قوانینو پر بنسټ په کلکه منع دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې یادې چاودنې څه د پاسه ۱۹ کسانو ژوند واخیست او ډېر خلک یې ټپیان کړل.
بل پلو د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وسټ په اندېښنې سره ویلي چې د کرکټ لوبو په لړ کې له چاودنې سخت خواشینی شوی.
تېره ورځ (جمعه د زمري ۷مه) د کابل ښار اوومې ناحیې اړوند د هېواد کرکټ نړیوال لوبغالي کې د شپګېږې سیالیو په لړ کې چاودنه وشوه. طالبان وایي چې دې چاودنه کې څلور کسان ټپیان شوي.
بل پلو د کابل ایمرجنسي روغتون خبر ورکړی چې له یادې چاودنې څخه یو وژل شوی او ۱۲ ټپیان یاد روغتون ته وروړل شوي.
د یاد برید مسولیت لا کومې ډلې یا کس پر غاړه نه دی اخیستی.