د کریکټ له ۱۹ کالونو کم عمره ځوانانو له نړیوال جام وروسته؛ د کریکت څلور غړي له لندن نه دي راګرځېدلي

لخوا Aamaj News

د افغانستان کریکټ له ۱۹ کالونو کم عمره ځوانانو څلور غړي چې وروستیو کې یې نړیوال جام کې ګډون کړی و، له خپلو ملګرو سره بېرته افغانستان ته نه دي راګرځېدلي. په دې څلور کسانو کې یو لوبغاړی او د افغانستان کریکټ درې اداري کارکوونکي په لندن کې پاتې شوي.

د دوی د ویزو نېټه د سه شنبه ورځ د فېبروري اتمه نېټه پای ته رسي

د “ESPNcricinfo” سپورټي ویب سایټ دا مني چې دا څلور کسان اوس هم په لندن کې دي.

د راپورونو پر بنسټ، دا کسان هغه مهال د لندن هوایي ډګر څخه ورک شوي، چې د افغانستان کریکټ لوبډله له ویسټ انډیز سره د لوبې وروسته له لندن څخه د متحده عربي اماراتو په لور روانه وه.

د افغانستان کریکټ بورډ په رسمي ډول لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان له ۱۹ کالونو د کم عمره ځوانانو لوبډلې نړیوال جام کې څلورم ځای خپل کړ.

اړوند لیکنې

1 تبصره

یو نظر پریږدئ