د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان کرکټ بورډ ریاست خبر ورکړی، چې د پاکستان په وړاندې درې شل اوریزو لوبو لپاره یې ۱۷ کسیزه لوبډله چمتو کړې ده.
د کرکټ نړیوالې شورا هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې په وړاندې د درې شل اوریزو لوبو لپاره د راشد خان په لوبډلمشرۍ پیاوړې لوبډله چمتو او اعلان کړې ده.
د یادونې ده، چې د هېواد کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر محمد نبي، چې د ۲۰۲۲ نړیوال جام وروسته یې له لوبډل مشرۍ استعفا ورکړه او له متحده عربي اماراتو سره د دې هېواد ملي لوبډلې په سیالیو کې یې هم شتون نه درلود، لوبډله کې اخیستل شوی.
بل پلو د افغانستان کرکټ بورډ د دې لوبو لپاره د رحمتشاه او حضرتالله ځاځي په ګډون یو شمېر لوبغاړي د ملي لوبډلې له جوړښت څخه پرېښي دي.
د دې لوبو لپاره د راشد خان تر لوبډلمشرۍ لاندې د ملي ټیم جوړښت کې رحمنالله گربز، ابراهیم ځدران، عثمان غني، صدیقالله اتل، نجیبالله ځدران ، محمد نبي، کریم جنت، افسر ځاځی، عظمتالله عمرزی، گلبدین نایب، شرفالدین اشرف، مجیبالرحمن، نوراحمد لکڼوال، فضلالحق فاروقی، فرید ملک او نوین الحق اخیستل شوي دي.
همداشان ننګیال خروټی، ظاهر خان او نجات مسعود د احتیاطي لوبغاړو په توګه اخیستل شوي دي.
ورته وخت د افغانستان کرکټ بورډ اجرایوي رییس نصیب خان هم د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له «بشپړ چمتوالي» ډاډ ورکړی او ویلي یې دي: «دواړه هېوادونه پراخ ملاتړي لري، چې پوره شوق او غرور سره له خپلو لوبډلو ملاتړ کړي، زه ډاډه یم، چې زموږ لوبډله به ښې پایلې ولري.»
ښایي دا لوبې د روانې میلادي میاشتې په ۲۴مه د متحده عربي اماراتو د شارجې په لوبغالي کې پیل شي.
2 تبصرې
I don’t even know how I ended up here, but I thought this post was good. I do not know who you are but definitely you are going to a famous blogger if you are not already 😉 Cheers!
I have been surfing online greater than three hours lately, but I by no means found any fascinating article like yours. It is beautiful price enough for me. In my view, if all website owners and bloggers made just right content material as you did, the internet might be much more useful than ever before.