د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د سریلانکا لوبډلې ته ماتې ورکړه

لخوا Aamaj News

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د آسیا کرکټ ۲۰ اوریزه لوبو خپله لومړۍ لوبه کې د سریلانکا لوبډلې ته ماتې ورکړه.

یاده لوبه کې چې نن (شنبه د وږې ۵مه) د اماراتو نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه، د افغانستان لوبغاړو د ۸ وېکټو په توپیر بریا خپله کړه.

د آسیا کرکټ ۲۰ اوریزه لوبو سیالی له نن شپې څخه په دوه ګروپونو کې د شپږ لوبډلو په ګډون سره پیل شوې دي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان به د یادو سیالو په لړ کې خپله دویمه لوبه سه شبنه ورځ د بنګله‌دېش لوبډلې په وړاندې ترسره کوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ