د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې ۹۷ روغتیايي کارکوونکي د کرونا د ناروغۍ له امله مړه شوي دي

لخوا Aamaj News

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ میاشتې تر دریمې اونۍ پورې په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله ۷۵۳۹ تنه مړه شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د یوه راپور له مخې، تر دې دمه د روغتیايي کارکوونکو په منځ کې د کرونا ویروس ۴۷۴۷ پېښې ثبت شوې دي.

د دې راپور له مخې، د ټولو پیژندل شویو ناروغانو شمیر له ۱۷۲٫۰۰۰ څخه تر ۲۰۵٫۰۰۰ پورې اعلان شوی.

په هرصورت، اوس مهال د کورونا مړینې کچه ۴.۳ سلنه ده.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د روان کال له اوومې اونۍ راهیسې ۵۳۳ زره او ۱۵۶ نمونې د کویډ ۱۹ لپاره د هیواد عامه لابراتوارونو لخوا ازمول شوي.

د ۲۰۲۲ په لومړیو اوو اونیو کې، د ټولو ۴٫۱۷۰ نمونو څخه، ۱٫۶۰۱ نمونې مثبتې وې او تر اوسه ۴۲ کسان مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه په هېواد کې له پنځو میلیونو ډېر کسان واکسین شوي دي.

په افغانستان کې د کرونا معاینات محدود دي او ډاکټران وايي چې ښايي د کرونا ویروس له امله د مړو دقیق شمېر تر ثبت شوي زیات وي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ