د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل؛ “نور اړ نه یو چې په آزاده فضا کې ماسک وکاروو. که په بندو ځایونو کې په بسیا ډول هوا رسېدنه وشي او همداشان فاصلې قانون په پام کې ونیول شي؛ نور د ماسک کارولو اړتیا نشته. خو په اتوبوس، الوتکه، سینما، ښوونځي او روغتونونو کې د ماسک کارول اوس هم اړین دي.”
دا په داسې حال کې ده چې له دوه کالونو راپدېخوا د ترکیې دولت د کرونا ویروس له خپرېدو څخه د ماسک کارول الزامي کړي و او تېره ورځ یې د یو فرمان په صادرولو سره په خلاصو او تړلو ځایونو کې د فاصلې په پام کې نیولو سره له ماسک د ګټې اخیستنې الزاميت واخیست.
خو کرونا په افغانستان کې يه څه ډول ده؟
په افغانستان کې د کرونا څلورمه څپه په داسې حال کې پیل شوې، چې ګاونډی هېواد ایران د اخته کسانو لویه شمېره لري.
د افغانستان روغتیا وزارت ویاند ډاکټر جاوید هژیر ویلي؛ هغه بنسټونو چې یاد وزارت ته د کرونا په برخه کې ژمنې ورکړې دي، لا یې نه دي عملي کړي، له دې امله د افغانستان روغتیایي سکتور تر اوسه د کرونا اومیکرون بڼې د پېژندلو کېتونه په لاس کې نه لري.
په ورته وخت کې د افغانستان هېڅ متخصص نه توانېږي چې هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ووایي، خو ټول په دې باور دي چې د اخته کسانو شمېر څو ځلې تر هغې زیات دی، کوم چې ویل کېږي.