کاناډا په یوه اونۍ کې څه باندې ٣٠٠٠٠ د کرونا نوي پیښي ثبت کړي دي

لخوا Aamaj News

د کاناډا روغتیا اداره یواځي په یوه وروستۍ اونۍ کې څه باندې د ٣٠٠٠٠ کرونا مثبتو پېښو پخلی کړی.

د کاناډا د روغتیا اداره جمعه (جولای ٢٢) اعلان وکړ چې یواځي په یوه اونۍ کې، د جولای ١٠ نه تر ۱۶ نېټې پوري، د کرونا ٣١٣٩٠ مثبتي پېښي ثبت کړي دي، یاده اداره عمومي شمېره تر ۴ ملیونو زیاته بولي.

د دغي ادارې د اونیز راپور له مخي، د ټول اخته او له دغه ویروس څخه د مړو شمېر هر یو په ترتیب سره ۴۰۲۳۱۰۴ او ۲۴۲۷۷ پېښو ته رسېدلی.

د چین دولتي خبري آژانس، شین هوآ د راپور له مخي په کاناډا کې د دغه ویروس مثبتي پیښي، د اونۍ په ترڅ کې په منځني ډول ۱۶.۱ سلنه ده او د هرو سلو زرو کسانو ٧٩ مثبتي پېښي لیدل شوي.

د یاد هیواد د روغتیا اداره زیاته کړې چې په کاناډا کې اکثره خلک د کوویډ واکسین ترلاسه کړي دي. په همدې حال که اخته هم شي نسبت و هغو کسانو ته چې واکسین یې نه دي ترلاسه کړی، کمي نښي نښانې به ولري.

دا په داسي حال کې ده چې نړیوال روغتیایي سازمان (WHO)، د کرونا د شمېر د زیاتېدو خبر ورکړی او ویلی چې په تېرو اونیو کې په ټول نړۍ کې ۵.۷ میلیونه د کرونا پېښي ثبت شوي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ