د مقاومت جبهه: په پنجشېر کې د مقاومت کوونکو په ځوابي برید کې شل تنه طالبان ووژل شول

لخوا Aamaj News

د مقاومت د جبهې د بهرنیو اړیکو مسئول، علي میثم نظري ویلي، چې په پنجشېر کې د مقاومت کوونکو په ځوابي برید کې ۲۰ طالبان وژل شوي دي.

ښاغلي نظري په یوه ټوټ کې لیکلي چې طالبانو د پنجشیر په حصارک سیمه کې د مقاومت پر یوه قرارګاه د برید هڅه کړې وه چې له مقاومت کوونکو سره مخ شول.

هغه زیاته کړې چې اوس هم جګړه روانه ده.

دا په داسي حال کې ده چې په پنجشیر کې د جګړې شدت په دې وروستیو کې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب دغه ولایت ته راکش کړی او طالبان اړ شوي چې د دوهم ځل لپاره دغه ولایت ته تازه دمي جنګي سرتیري واستوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ