طالبان: د کرونا ټول ځانګړي روغتونونه بېرته فعاله کېږي

لخوا Aamaj News

ملي ټلویزیون نن (دوشنبه، د قوس ۲۲ مه) خبر ورکړی، چې د طالبانو حکومت غواړې، ټول هغه روغتونونه چې د کرونا ناروغۍ د ناروغانو لپاره ځانګړي شوي و؛ د نړیوالې ټولنې په مرسته فعال کړي.

دا خبرې په داسې وخت کې کېږي؛ چې د پخواني حکومت له سقوط سره، د کرونا ټولو روغتونونو فعالت ځنډېدلی و او له هغې مودې بیا تر اوسه، د طالبانو د روغتیا وزارت د مرونا د وضعیت په اړه کوم مالومات نه و خپاره کړي.

په ورته وخت کې؛ د (اومیکرون ) په نوم د کرونا نوې بڼې د نړۍ په ځینو هېوادونو کې خپله خپرېدا پیل کړې او لومړۍ ېېښه یې د پاکستان په سند ایالت کې ثبت شوې.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ