د افغانستاد بیا رغونې لپاره د امریکا عمومي څېړنیزې ادارې «سیګار» په خپل نوي راپور کې خبر ورکړی، چې په افغانستان کې د کرونا خپرېدا په بې کچې ډول زیاته شوې.
نن (شنبه، د قوس ۱۳) سیګار په یو راپور کې خبر وکړی، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د واکسینو کمښت، د روغتیایي سیستم محدودېدو او په یاد هېواد کې د روغتیایي متخصصینو کمښت سره د کرونا خپرېدا هم په چټکۍ روانه ده.
سیګار زیاته کړې؛ چې د کرونا ویروس چټکه خپرېدا کولی شي د افغانستان د خلکو پر ستونزو ډېرښت راولي او دا خلک لا وځپي.
دا په داسې حال کې ده؛ چې د کرونا تر څنګ د افغانستان خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره هم لاس او ګریوان دي.