طالبانو له تورخم ګمرګ څخه د ډبرو سکرو د موټرو تګ راتګ منع کړ

لخوا Aamaj News

د طالبانو حکومت مالیې وزارت ویلي؛ چې له دې وروسته له تورخم ګمرګ څخه د ډبرو سکرو د موټرو تګ راتګ منع دی.

مالیې وزارت نن ( دوشنبه د غبرګولي ۹مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي؛ چې د یاد وزارت د هدایت پر بنسټ، له دې وروسته له تورخم ګمرک څخه د ډبرو سکرو د موټرو تګ راتګ ته اجازه نه ورکول کېږي.

په اعلامیه کې لیکل شوي: «دې ته په پام سره چې د افغانستان د تازه میوو فصل دی او ډېری تازې مېوې له تورخم ګمرک څخه صادرېږي، د یادو مېوو د خرابېدو او د ترافیکو ګڼه ګوڼې له امله د ډبر سکرو لېږدونکي باید د ډبرو سکاره د پکتیا، پکتیکا او خوست له ګمرکاتو صادر کړي.»

دا په داسې حال کې ده؛ چې رویترز خبري آژانس راپور ورکړی چې طالبانو هڅه کړي پاکستان ته ډبرو سکرو د صادراتو او مالیاتو ډېرولو له لارې د بودیجه جوړه او عایدات ترلاسه کړي.

یاد خبري آژانس زیاته کړی؛ چې طالبان اوس د خپلې بقا لپاره له خپلو طبیعي سرچینو ګټه اخلي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ