د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې کابل ته د یاد هېواد د سوداګرۍ هیأت درې ورځني سفر کې، پاکستان او طالبانو د دوه اړخیزو په ځانګړي ډول پاکستان کې د برېښنا د تولید لپاره د ډبرسکرو سوداګرۍ کې پر آسانتیا هوکړې ته رسېدلي.
د راپور پر بنسټ دواړو لورو هوکړه کړې چې پېښور او جلالآباد او همداشان د کویټې او کندهار ترمنځ د بار وروړنکو موټرونو چلولو اړینې کړنې ترسره شي او دا چارې به د روان میلادي کال تر اګېسټ میاشتې پیل شي.
په ورته وخت یو پاکستاني چارواکي ویلي: «د دې هوکړې پر بنسټ د ډبرو سکرو واردات تر ډېره د هېواد د انرژۍ امنیت د پام وړ ګرځوي.»
له پاکستاني رسنیو څخه په نقل قول افغانستان کې د طالبانو د واک ته رسید له مودې، دا هېواد په اوس وخت کې له افغانستان څخه د خالص واردکوونکي باندې بدل شوی.
په دې موده کې افغانستان ته د پاکستان صادرات له بانکي کانالونو څخه د مبادلې وړ ارزونو د نشتون له امله ژور کموالی درلود.